Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 اروپايي ټولنې د م.م ادارو کې د ښځو پر کار بندیز پرېکړې بېرته اخېستو غوښتنه کړې

 اروپايي ټولنې د م.م ادارو کې د ښځو پر کار بندیز پرېکړې بېرته اخېستو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/04/09

افغانستان کې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) خبر ورکړ،چې ننګرهار ولایت کې یې ښځینه کارکوونکې له دندو منع شوې دي.

 د یوناما دې خبر د نړیوالو سخت غبرګونونه وپارول او ګڼو هېوادونو، سازمانونو او ادارو د دې پریکړې د بېرته اخېستو غوښتنه وکړه.

اروپایي ټولنې هم دغه پریکړه له تبعیض ډکه او د نړیوال قانون او اصولو سرغړونه یاده کړې او ویلي دي چې له امله به یې د ښځو او نجونو وضعیت نور هم خراب شي.

د اروپایي ټولنې  بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېف بوریل وايي:« د طالبانو دا نوې تبعیضي پریکړه په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت نور هم خرابوي او د بشري حقونو د نړیوال قانون، د هغو تړونونو په ګډون چې افغانستان یې یو اړخ دی، د نړیوال بشردوستانه قانون او له بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړونه ده. دا پریکړه ښځې په زیاتیدونکي زیانمن حالت کې اچوي او په مستقیم ډول به یې پر ژوند ګواښونکې پایلې ولري.»

بوریل له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو د دوام ژمنه بیا تازه کړې،خو له اسلامي امارت یې غوښتي،چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

بوریل ویلي، د اروپایي ټولنې د پخوانیو ناستو او پریکړو له مخې، که د دوی مرستې د اروپايي ټولنې له اصولو سره سم او پرته له کوم تبعیض او جنسیتي توپیر ونه ویشل شي،نو پر خپل ملاتړ به له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړې:« اروپايي ټولنه د یوې تګلارې له مخې د افغانانو د ګټو لپاره د خپلې ښکیلتیا او مرستو برخه کې د دوام ژمنه تازه کوي. موږ له طالبانو څخه غواړو،چې ښځو ته اجازه ورکړي،چې د مرستو او خدماتو په وړاندې کولو کې مساوي او مانا لرونکې برخه واخلي،ترڅو له مرستو برخمنې شي. لکه څرنګه چې له وړاندې ویل شوي که چیرې د اروپایي تولنې له اصولو سره سم  مرستې دوام ونه کړي او د  تبعیض او جنسیت په پام کې نیولو پرته نه وي، نو د دې فعالیتونو په دوام او ملاتړ به له سره غور وشي.»

اوس اندېښنې شته دي،چې نړیواله ټولنه به د دې پریکړو غبرګون کې خپلې مرستې کمې او یا هم بیخي بندې کړي،خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامیز الکبروف پر نړوالو غږ کړی دی،چې افغانان دې دحساس وخت کې یوازې نه پریږدي.

 الکبروف ویلي،افغانان له وړاندې سخت کړیدلې،نو اوس دې نړیواله ټولنه د خپلو مالي مرستو په بندولو سره هغوی نور نه ځپي.

 الکبروف زیاته کړې:« نړۍ نه شي کولی،په دې نازک او حساس وخت کې افغانان یوازې پریږدي. په داسې حال کې چې موږ د دې فرمانونو د حل لپاره له طالب چارواکو سره خپلو خبرو ته دوام ورکوو. نو له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کوو،چې د خپلو مهمو او حیاتي مالي مرستو په بندولو سره افغان ولس نور ونه ځوروي . د افغانستان خلک له وړاندې زیامن شوي، نو دا به عاقلانه نه وي،چې د بشري مرستو په بې برخه کولو سره نور هم وځپل شي.»

نړیوالو په کراتو ویلي،ښځینه کار کوونکې د دوی د مرستو رسولو د ملا تیر دي او که پرې لګول شوي بندیزونه بېرته وانخېستل شي نو فعالیتونه به یې کم شي او میلیونونه افغانان به له مرستو بې برخې شي.

که څه هم ډېری افغانان د بهرنیو په مرستو د خپل ژوند چارې مخته وړي،خو لا هم اسلامي امارت د نړیوالو دې اندېښنو او ګواښونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist