په قطر کې زلمي خلیلزاد او ملا برادر خبرې کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل.
دغه لیدنه چې نن په قطر کې شوې د افغانستان د مسلې د سوله ایز حل په مهمو اړخونو په کې خبرې شوي دي.
برادر د پنځمې ناستې پر دوه ټکو چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په زیان د افغان خاورې نه کارول دي پر نهايي کېدو یې ټینګار کړی.
ملا برادر ټینګار کړی تر څو چې د تېرې ناستې اجنډا نهايي نه شي د شپږمې ناستې خبرو ته داخلېدل نا شوني دي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ دغې ناسته کې پرېکړه شوې، چې پېلېدونکو خبرو کې د تېرې ناستې په اجنډا بحث او موافقه وشي.