روسیې ویلي، داعش په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړی.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ويلي، داعش په افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړی او اوس هڅه کوي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاره پیدا کړي.
شویګو ویلي، دا ډله هڅه کوي له افغانستان د خپل مرکز په توګه ګټه واخلي.
نوموړي دغه راز د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده.
سرګي شویګو ویلي، افغانستان کې د امریکا اوږدمهالي حضور هیڅ ګټه نه ده کړې او په دې هېواد کې د دوی پاتې کېدل د وضعیت له ښه والي سره مرسته نه شي کولی.
سرګي د افغان سولې پروسه کې د سیمې هېوادونو همکاري او مرسته اړینه ګڼي، څو جګړه پای ته ورسېږي.
هغه ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د پخلاینې له بهیر سره همکارۍ ته چمتو دی.