د کابل جنجالي رایو ټاکنیز کمېسیونونه سره یو ځای کړل.
اوس د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون کمیشنران د ټاکنو کمسیون رهبرۍ سره په یو دفتر کې کار کوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل د رایو ټولې پایلې باطلې کړې، خو د وخت محاسبه ناسمه بولي او د پروسې د اوږدېدو خبره کوي.
بل خوا ټاکنو کمېسیون لا هم نه پوهېږي چې شکایتونو کمېسیون په کومو دلایلو د کابل د رایو پایلې لغوه کړي.
شکایتونو کمېسیون تمه لري چې د رایو اسناد پوره کړي چې د کابل رایې له باطلېدو وژغورل شي.
اوس چې کارونه سخت شوي، ګډ کار ته اړتیا ده او د دې لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رهبري ټاکنو کمېسیون کې کار پیل کړی.
د کابل د رایو لومړنۍ موندنې په ټاکنو کمېسیون پورې تړاو لري، اوس چې شکایتونو کمېسیون د ټاکنو کمېسیون کارونه لغوه کړي، ټاکنو کمېسیون ته دلایل ندي ویل شوي.
وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي وو چې اوسني کارونه به یې یوه اوونۍ وخت ونیسي، خو له تخنیکي ټېمونو سره تر خبرو وروسته اوس پوه شول چې پروسه اوږده ده او وخت به نیسي.