د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په خوږیاڼو کې دداعش په مرکزونو عملیات کړي.
ننګرهار کې ۲۲داعش وسله وال وژل شوي.
یوې باوري سرچېنې شمشاد ته ویلي تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ زاوې سیمه کې د داعش په مرکزونو عملیات کړي.
سرچېنه وایي په عملیاتو کې د څلورو قومندانانو په ګډون ۲۲داعش وسله وال وژل شوي او څلور ستر مرکزونه یې له منځه وړل شوي دي.
د سرچېنې په خبره په عملیاتو کې د داعش وسلې او مهمات هم سیمه کې له منځه وړل شوې دي.
سرچینه همدارز وایي عملیاتو کې ملکي خلکو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
داعش او حکومتي مسولینو تر اوسه د دې خبر په اړه شمشاد ته څه نه دي ویلي.