د کابل ولایت د ټاکنو لومړنۍ پاېلې لغوه اعلان شوې.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون لپاره د کابل د رایو بیا شمېرنې او څېړنې تصمیم سخت کړی و او له سره د څېړنو پرېکړه وشوه چې وروستۍ پایلې هم د اوونۍ تر پایه اعلان کړي.
ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، که د رایو بیا څېړنه ټکنۍ کېږي د رایو ابطال امکان لري.
د کابل د ټاکنیزې حوزې رایې به د رای اچونې د ورځې د ریزلشیټونو پر اساس له سره وڅېړل شي او د روانې اوونۍ تر پایه به یې نتایج هم اعلان شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل د رایو د لومړنیو پایلو او څېړنو له مخې وروستۍ تصمیم نیونه ورته ګرانه وه، او اوس به یې پایلې د رای اچونې د ورځې د نتایجو پر اساس اعلان کړي.
دغه کمېسیون وايي، که د څېړنو پر مهال له ستونزو سره مخ شي او پروسه ټکنۍ کېږي، د کابل د حوزې د رایو ابطال یوه له غوره شویو لارو ده.
وروسته له هغې چې د کابل لومړنۍ پایلې اعلان شوې، وروستیو پآیلو کې یې شکایتونو کمېسیون د شکایتونو د ډېر حجم له امله نه پوهېده چې څه وکړي. د مالوماتو له مخې د کابل د رایو نږدې نیمايي صندوقونو د اعتبار معیار نه دی پوره کړی. له دې سره همهاله د کابل ولایت د معترضو کاندیدانو اتحاد د کابل د رایو د ابطال غوښتنه کوي.