Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشرۍ ته ۱۲ نوماندانو مشورتي لویه جرګه تحریم کړه

admin by admin
2019/04/28

ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ۱۲ نوماندانو ایتلاف مشورتي جرګه تحریم کړه.

د اجرایه ریس په ګډون د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم په لویه مشورتي جرګه کې برخه نه اخلي.

هغوی چې جرګې سره بایکاټ اعلان کړی باور لري چې جرګه د سولې د سبوتاژ لپآره ده او ولسمشر په کې خپل ټاکنیز کمپاین کوي.

ها خوا د جرګې لپاره د چمتوالي کمېټه وایي له سیاسي څېرو سره یې په دې اړه خبري کړي خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

حکومت کابل ته د سولې په اړه لویه مشورتي جرګه رابللې چې د دوشنبې پر ورځ به د ولسمشر غني له لوري پرانستل کېږي.

دا جرګه چې د ۱۸ کلنې جګړې په پای به په کې بحث کېږي د حکومت سیاسي او وسلوالو مخالفینو له لوري تحریم شوې ده.

کابل کې د ولسمشریزو ټاکنو لپآره ۱۲ نوماندانو ایتلاف اعلان وکړ چې جرګه د سولې د سبوتاژ لپاره رابلل شوې ده.

له دې سره کابل کې حرکت انقلاب اسلامي او د سولې عالي شورا مرستیال هم له جرګې سره بایکاټ اعلان کړ چې په باور ولسمشر غني غواړي د جرګې له لارې ځان ته کمپاین وکړي.

په سبانۍ جرګه کې د حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي هم برخه نه اخلي.

خو د مشورتي لویې جرګې دارلانشا‌ء وایي، سیاسیونو سره کومې پایلې ته نه دي رسېدلي خو وړاندیزونه یې اخیستل شوي چې جرګه کې به د بحث لاندې ونیول شي.

د مشورتي لویې جرګې ټول برخوال کابل ته رارسېدلي دي او په دې اړه ټول چمتوالی نیول شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist