هلمند کې خلک د بې کیفیته توکو له کبله انديښنې لري.
هلمند کې نیوکه ده چې د پراخ فساد له کبله د بې کیفیته توکو وارداتو ته اجازه ورکول کېږي چې استعمال یې د خلکو لپاره زهر دي.
هلمند ته د بې کیفیته خوراکي توکو تر څنګ بې کیفیته درمل هم واردیږي چې ناروغ کې لا ډير کار پيدا کوي.
د هلمند مدني فعالانو د یوې احتجاجیه غونډې پر مهال پر حکومت د فساد تور پورې کړ چې په ګمرکونو کې د بې کیفیته درملو او نورو توکو مخه نه نیسي. دوی ګواښ وکړ که مسوولین یاده ستونزه حل نه کړي پر ضد به یې اقدام وکړي.
مدني فعالان وایي دغه حالت یې اقتصاد مات کړی او ترڅنګ یې ډيری کسان همدې بې کیفته خوراکي او غیرې خوراک تکو استعمال په بیلابیلو ناروغیو اخته کړي دي.
مدني فعالانو په دې برخه کې سوداګر او حکومت دواړه پړه وبلل چې د خپلو ګټو لپاره د خلکو په ژوند لوبې کوي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې په حکومت کې دننه ځني کسان او یو شمیر تجاران د ګټې پر ځان خلکو ته زیان اړوي، خو حکومت هم د توکو د کیفیت په برخه کې د خلکو غوښتنو سره سم کار نه دی کړی چې د خلکو نیوکې یې پر ځان زیاتې کړي دي.
خو د عامې روغتیا ریاست وایي دې ولایت ته د ټولو هغو کمپینو درمل راوړل کیږي چې له عامې روغتیا وزارت سره ثبت او راجستروي.