د ملي دفاع سرپرست وزیر له افغان سیاسیونو وغوښتل چې نور دې امنیتي او دفاعي سکتور کې لاسوهنې نه کوي.
افغان ملي پوځ به هېڅلکه د سولې قرباني نه شي.
د سولې خبرې مهمې دي، خو ملي دفاع وزارت به هیڅکله ملي اردو د سولې قرباني نه کړي.
د دفاع سرپرست وزیر چې د طالبانو له زندان د راخوشې شویو دولتي ځواکونو په مناسبت جوړې شوې غونډه کې یې خبرې کولې، وویل افغان ځواکونه وړتیا لري چې د جګړې ډګر کې طالبان تر فشار لاندې ونیسي.
له دې سره ملي دفاع سرپرست وزیر په سیاسیونو غږ کړی چې افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو کې لاسوهنه ونه کړي، دا بنسټونه د ځان بساینې خواته روان دي او نباید په یو او بل نوم پهکې لاسوهنې وشي.