د هلمند خلک په ځايي مسوولینو غوصه دي، چې په مرکز لښکرګاه کې یې د جنايي پېښو مخنیوی نه دی کړی.
د هلمند مرکز لښکر ګاه کې د ناامنیو او جنايي پېښو زیاتیدو خلک غصه کړي.
د پنجشنبې په ورځ لښکر ګا ښار کې خلکو وروسته له هغې لاریون وکړ چې پولیسو په رڼا ورځ یو پنځلس کلن هلک وواژه.
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، قاتل پولیسو نیولی او څیړنې ترې پیل شوي دي.
لاریون کوونکي وايي، که د ښار امنیتي وضعیت بدلون ونه کړي دوی به د ښار دروازې وتړي او په لاریونونو به لاس پورې کړي.
نیوکه نیغ په نیغه په حکومتي چارواکو ده چې د خلکو ساتنې سربیره په خپلو چارو کې پاتې راغلي.
د هلمند امنیتي چارواکي په لښکر ګا کې د ناامنیو او ستونزو پخلی کوي او د مخنیوي ژمنه یې کوي.
د هلمند امنیه قوماندان وايي، هغه کس پولیس نیولی چې په پنځلس کلن ماشوم یې ډزې کړي خو د قوماندان په خبره پولیس هغه وخت ډزو ته اړ شوي چې دغه ماشوم له تلاشۍ تېښته کوله.
د هلمند مرکز لښکر ګاه ښار نه یواځې دا چې د طالبانو له بریدونو په امان نه دی هلته د خپل سرو وسله والو موجودیت بل هغه ګواښ دی چې ددې ښار اوسیدونکو ژوند یې تریخ کړی.