د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تر اوسه جدي ګامونه نه دي پورته شوي.
خلیل زاد چې افغان ځوانانو ته یې د ویډیو کنفرانس له لارې وینا کوله وویل، سره له دې چې د سولې د مذاکراتو برخه کې لومړني کارونه شوي خو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تر اوسه جدی ګامونه نه دي پورته شوي.
خلیل زاد ویلي، امریکا داسې سوله غواړي چې افغانستان کې د ثبات سبب شي، د افغانستان حکومت پیاوړی کړي، د کلونو لاس ته راوړنې وساتي او د ځوان نسل اندېښنې رفع کړي.
هغه پر ځوانانو هم غږ کړی چې د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
خلیلزاد ویلي چې دا ځل به د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جدي او کوټلي ګامونه اوچتوي.