Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یوناما: د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۳ سلنه کمه شوې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/24

یوناما یا افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر وايي، د ۲۰۱۹ م کال لومړۍ درېیو میاشتو کې ټول ټال ۱۷۷۳ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۵۸۱ په کې وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان شوي، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله د ملکي تلفاتو  ۲۳ سلنه کمووالی ښکاره کوي

ملګري ملتونه وايي، ښايي د ملکي تلفاتو دا کمېدل په ژمي کې د ډېرو بریدونو نه کېدو له کبله شوي وي.

یوناما وايي، د تېر ۲۰۱۸ کال همدې مودې پرتله چې ۷۵۱ ولسي وګړو ته په ۱۹ پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې وه، سږ کال په لومړۍ ربع کې دا مرګ ژوبله ۱۷۸ کسه وه.

په دې تازه رپوټ کې ویل شوي، د حکومت پلوو ځواکونو له خوا په هوايي بریدونو کې ۴۱ سلنه او په چاڼیزو عملیاتو کې ۸۵ فیصده ډېروالی راغلی دی، چې ملګري ملتونه یې اندېښمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو راپور له مخې، هوايي بریدونه د ولسي مړینې لوی لامل او ورپسې هدفي وژنې او د جګړې د پاتې شویو توکو چاودل د ولسي تلفاتو ستر عوامل ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي تدامیچي یماماتو د افغانستان د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی چې جګړې پرمهال د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.

یوناما وايي، د ۲۰۱۹ کال لومړیو درېیو میاشتو کې دولت ضد ډلې د ډېری ملکي تلفاتو مسؤول پاتې شوي، چې په بریدونو کې یې ټول ټال ۹۶۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله (۲۲۷ وژل شوي او ۷۳۶ ټپیان) اوښتې، چې دا د تېر کال د همدې مودې پرتله ۳۶ سلنه کموالی ښيي.

یوناما طالبانو ته ۳۹ سلنه، “اسلامي دولت” (داعش) نومې ډلې خراسان څانګې ته ۱۲ سلنه او نا پېژاندو دولت ضد عناصرو ته درې سلنه ملکي تلفات منسوب کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist