ولسمشر غني، چې سې شنبې یې د ملي شورا د نوو استازو سره په تعارفي ناسته کې وینا کوله وویل، هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتا ده، چې دا ملت ته د منلو وړ نه ده.
ولسمشر شته شرایطو ته په اشارې وویل، چې دا تاریخي پړاو فرصتونه او ګواښونه لري، خو په خبره یې چې فرصتونه له ګواښونو زیات دي.
ولسمشر هېله ښودلې چې د ملي شورا په پرانیسته به د ملت غږ نړیوالو ته ورسیږي. ولسمشر غني وویل،(( د ملت تالار باید د کشکمش پر میدان بدل نشي، هره ستونزه چې لرو باید په ګډه یې د حل هڅه وکړو.
د اجرائیه او مقننه قوې ترمنځ احترام لازم دی او د لوبې اصول او قواعد باید تعیین کړو. )).
غني زیاته کړه،(( هر هغه څه چې اساسي قانون څنډې ته کوي، کودتاه ده چې ملت یې نه مني. هغه زیاته کړه دا تاریخي پړاو فرصتونه او ګواښونه لري چې فرصتونه یې تر ګواښونو زیات دي، په دې شرط چې ملي
وحدت، د درې ګونو قواو اتفاق او ملي ګټې تعریف او له هغې په مېړانه دفاع وکړو.))
د معلوماتو له مخې، د ملي شورا اوولسمه تقنیني دوره د راتلونکې جمعې په ورځ پرانیستل شي.