د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وايي، ښکیل اړخونه باید له موقع ګټه پورته کړي او په دوحه کې د مذاکراتو لپاره د ګډونوالو پر نوملړ هوکړه وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر دا خبرې دوه ورځې وړاندې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې کړي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دې هوکړه کړې چې د دوحې کنفرانس د سولې خبرو پرمختګ لپاه ښه موقع برابرولی شي.
مایک پمپیو په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په ځنډیدو د خواشېنۍ د ښودلو سربیره د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی دی.
د امریکا او طالبانو خبرې –
ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په راتلونکو اونیو کې له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي چې اصلي موضوع به یې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو مهالوېش وي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، له امریکايي پلاوي سره به د دوی د راتلونکي دور خبرې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهالویش متمرکزې وي.
د یکشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له قوله لیکلي چې، د خبرو په تېر دور کې طالبان له امریکا سره له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو موافقې ته رسېدلي، خو جزئیات یې لا تر بحث لاندې نیول شوي دي.
خلیلزاد په داسې وخت کې قطر ته ځي او خبرې پیلوي چې قطر کې بین الافغاني ناسته لغوه شوه او ورسره داسې اندېښنې زیاتې شوې چې د امریکا په مشرۍ د افغانستان د سولې هڅې له شاتګ سره مخ شوې.