سترې محکمې د ولسمشر غني ماموریت تر ټاکنو تمدید کړ.
سترې محکمې د ولسمشر ماموریت تمدید کړ
سترې محکمې د خپل صلاحیت او تفسیر له مخې تر ټاکنو او بل ولسمشر پورې د ولسمشر کاري ماموریت تمدید کړی دی.
د ولسمشرۍ نوماندان انديښنه لري چې ولسمشر په سترې محکمې فشار راوړی چې موده یې ورته تمدید کړي.
د نوماندانو ډلې ویلي، دوی به هیڅکله د ولسمشر غني هغه ماموریت و نه مني چې ستره محکمه یې تمدید کوي.
د ولسمشر کاري موده د جوزا په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي.