افغان حکومت تیر کال وسلوالو مخالفینو ته درې سوه ملیونه ډالره مالي تاوان اړولي .
کورنیو چارو وزارت وایي، مخالفینو ته يې دغه زیان د نشه یې توکو د کاروبار د له منځه وړلو له درکه اړولی دی.
د دې تر څنګ کورنیو چارو وزارت ۲۵ هغه امنیتي ځواکونه هم نیولي چې د کوکنارو په کښت او د نشه یې توکو کاروبار کې ښکېل وو.
کورنیو چارو وزارت د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره دا ځل لس ورځنی کمپاین پيل کړی.
ددغه وزارت دمالوماتو له مخې د ۱۳۹۶ کال په پرتله په ۱۳۹۷ کال کې دکوکنارو په کرکیلي کې لس سلنه کمښت راغلی دی.
کورنیو چارو وزارت د کوکنارو دکرکیلي دمخنیوي او له منځه وړلو لپاره ځانګړې ځواکونو ته ځینې سپارښتنه کړې.
نشه یې توکي تر ډېره د مخالفینو تر کنترول لاندې او یا نا امنه سیمو کې کرل کیږي چې همدې چارې د دغه بوټي د ودې او حاصل لپاره زمینه برابره کړې ده.
نصرت رحیمي وايي، یوازې په تېر کال کې یې له دې درکه مخالفینو ته لږ تر لږه میلیونه ډالر مالي زیان ور اړولی دی.
خو د کوکنارو د له منځه او د نشه یې توکو د قاچاق او تولید په برخه کې د امنیتي ځواکونو په کار جدي نیوکې هم موجودې دي.
خو حکومت د دې بوټي د مبارزې په وړاندې ناامني او بودیجه د لویو ستونزې په توګه وړاندې کوي.