Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندز کې ناقانونه وسله‌والو ته خبرداری!

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/17

د کندز امنیه قوماندان، ناقانونه وسله‌والو ته خبردرای ورکړی چې جرړې به یې وباسي.

د کندز امنیه قومندان منظور ستانکزی وایي ناقانونه وسله وال هم حکومت او هم ملت ته ګواښ دی او په دغه ولایت کی به یې جرړې وباسي.

ستانکزی چېي د خان آباد ولسوالۍ ته په سفر تللی و خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې په دغه ولسوالۍ کې به یې د ناقانونه وسله والو ختمول لومړیتوب وي.

که څه په خان آباد ولسوالۍ کې د ناقانونه وسله والو پخوانی زور اوبه شوی خو لا هم خلک ویره لري چې کله ناکله د خلکو د زورونې سبب ګرځي .

د کندز ځینو ولسوالیو ته امنیه قومندان منظور ستانکزي په دې موخه سفر وکړ، چې د سرتیرو امکانات له نږدې وګوري او ستونزې یې واوري.

په چهاردره کې چې ډیری وخت ترې د جګړې راپورونه ورکول کېږي مېشتو سرتېرو امنیه قوماندان ته د امنیت ډاډ ورکړ.

په کندز ولایت کې د حکومت د مخالفینو سربېره نامسووله وسله وال هغه څوک دي چې ډېری وخت ملت او حکومت ته سرخوږی جوړوي.

د کندز امنیه قوماندان منظور ستانکزی چی خان آباد ولسوالۍ ته تللی و، خلکو ورته د ناقانونه وسله والو له اړخه شکایتونه درلودل.

ستانکزی هم مني چې ناقانونه وسله والې ډلې د حکومت تر مخالفینو هم لوی ګواښ دی او خبرداری ورکوي چې لومړی به نامسووله وسله وال هدف وګرځوي. 

د ستانکزي وروستیو څرګندونو او ژمنو د خان آباد خلک هیله مند کړي دي.

د سیمې مشران وايي، که څه هم په اوس کې د ناقانونه وسله والو زور اوبه شوی خو لا د خلکو د امنیت پر وړاندې جدي ستونزه ده.

امنیه قوماندان په داسې حال کې د کندز له مرکز څخه لرې پرتو ولسوالیو ته سفرونه کوي چې څو ورځې وړاندې د ولسوالیو د ودانیو سربېره د کندز مرکز د سقوط اندېښنې زیاتې شوې وې خو امنیه قوماندان ډاډ ورکوي، چې هیڅوک دې د کندز د سقوط په اړه اندېښنه نه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist