Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا د طالبانو پسرلني عملیات باندې غبرګون ښودلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/13

د طالبانو د الفتح په نوم عملیاتو باندې خلیلزاد، ارګ او عامو خلکو غبرګونونه ښودلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د طالبانو د پسرلني عملیاتو پیل یو بې باکه عمل بللی دی.

له دې سره پوځي کارپوهان د سولې په خبرو ټینګار لري او ویره لري چې د جګړې دوام به افغانستان د لا نورو پرمختګونو راوګرځوي.

د سولې له خبرو سره یو ځای طالبانو د الفتح په نوم عملیات اعلان کړل چې د سولې د خبرو په جریان کې به یې جګړه هم شدت پيدا کړي.

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له اعلان وروسته زلمي خلیلزاد خواشیني ښودلې چې په داسې یو وضعیت کې طالبان د جګړې اعلان کوي چې خلک سوله غواړي.

زلمي خلیل‌زاد داسې ویلي ((د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان یو بې باکه عمل او نامسولانه کار دی، په داسې حال کې د حکومت د امنیتي پلان له اعلان وروسته طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتوالي اعلان وکړ، چې افغان ولس په ډیره څرګنده د سولې پلوي کړې ده .))

له دې سره ارګ خواشیني ښودلې چې د افغان حکومت په نوښت او ټینګار افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پایته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري خو طالبانو بیا جګړې ته مخه کړه.

ارګ داسې ویلي ((طالبان په داسې حال کې پر جګړې ټینګار کوي چې د افغانستان او اسلامي نړۍ جیدو علماوو د طالبانو جګړه فتنه ګڼلې او د دریدو غوښتنه یې. د طالبانو په لیکو کې جنګیدونکو ځوانان دې ددغې ډلې د رهبرۍ او سیمه ییزو ملاتړو د موخو وسیله نه ګرځي.))

د الفتح په نامه د طالبانو له عملیاتو سره یو ځای انديښنې دي چې طالبانو تراوسه د خلکو باور لاس ته نه و راوړی چې سوله کوي، خو بیرته یې جګړې ته مخه کړه.

ټینګار دا دی چې اتلس کلنې جګړې پرته له بربادۍ او وژنو بل څه لاس ته نه دي راوړي، نو دوام به یې لا ډير خرابی رامنځ ته کړي چې افغانان به یې بیا کلونه نه شي جبران کولی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist