د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له لوري د پسرلنیو عملیاتو د اعلان غندنه کړې ده.
د طالبانو دې اعلان څو ساعته وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، دا د طالبانو بې باکي او د افغان ولس د غوښتنې په اړه د هغوی د مشرانو بې پروايي څرګند وي.
هغه په یوه بل ټوېټ کې لیکلي چې که طالبان خپله دا پرېکړه عملي کړي، یوازې د افغانانو کړاونه به زیات کړي او زرهاوو نور افغانان به یې قرباني شي.
هغه همداراز لیکلی، د جګړې غږ اوچتول څرګندوي چې لا هم طالبان په پخوانیو لارو کې پاتې دي، خو په ورته وخت کې یې ددې یادونه هم کړې چې ډيری طالبان او ان د هغوی یو شمیر مشران د جګړې سره مخالف دي.
د افغانستان دفاع وزارت دا تبلیغاتي جنګ ګڼلی او غوڅ ملاتړ ماموریت بیا ویلي، د طالبانو له دې کار ښکاري چې هغوی جګړه پر سوله غوره ګڼي.
له دې سره ټاکل شوې چې خلیلزاد به نږدې راتلونکي کې له طالب استازو سره وګوري.
که څه هم د طالبانو او خلیلزاد تر منځ د خبرو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو راپورونه وايي چې دغه ناسته به په اپرېل میاشت کې ترسره شي.
تر دې وړاندې د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ ګډه ناسته د څو ورځو لپاره ځنډېدلې وه.