افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون برخه کې د نړۍ په کچه د ۱۲۳ هېوادونو په ډله کې لومړی مقام خپل کړ.
د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړۍ په سطحه له ۱۵۰ څخه د ۱۳۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې په ۶۸ مقام کې ځای درلود.
ارګ همدې مطلب ته په اشارې لیکلي، حکومت به د پخوا په څېر د معلوماتو په وړاندې کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون په تطبیقولو کې هراړخیزه همکاري کوي.
سرچېنې له همکارو بنسټونو هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.