حکومت بیا هم بریالی نه شو چې طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی وټاکي.
د سولې عالي شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مصالحې عالي شورا کې د بین الافغاني خبرو په څرنګوالي او د یاد بنسټ د تشکیل په پوره کېدو ټینګار شوی .
تحلیل کوونکي وایي، ارګ غواړي قطر کې د ناستې د ناکامۍ لپاره حکومتي غړي په پلاوي کې ور ډېر کړي.
ارګ په دویم ځل د سولې د مصالحې عالي شورا کوربه و هغه بنسټ چې د افغان حکومت له چارواکو او بېلابېلو سیاسي ډلو څخه تشکیل شوی او له طالبانو سره به د سولې خبرو مسولیت ولري.
تمه کېده چې دا بنسټ به خپل تشکیلات اعلان کړي خو ارګ او سولې شورا د ناستې له خبراوې بل څه نه دي ویلي.
(( په دې مجلس کې د بین الافغاني خبرو تیاري پرسر چې ټاکل شوې د اپرېل له ۱۹ مې تر ۲۱ مې په قطر کې جوړه شي خبرې اترې وشوې. مجلیس د موظف شوي کمېټو د غړو د تکمیلېدو او د حکومت له اړخه د پلاوي په ټاکل کېدو کار کړی ))
په مسکو کې تېره ناسته چې برخوال یې همدا سیاسیون وو چې د ډېرو لیوالتیا طالبانو ته وه خو اوس غوښته دا ده چې هغه کسان دې طالبانو سره خبرې وکړي چې له دوی سره نظرونه مختلف وي.
انګیرنې دا دي چې قطر کې ناسته هم د حکومت پلاوي ته ځنډېدلې ده چې طالبان به ورسره خبرو ته کېني، اوس ټاکل شوې چې نهه ورځې وروسته دا پلاوی قطر کې له طالبانو سره وګوري.