پکتیا کې دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په جګړه کې له ښکېلو خواوو د اوربند اعلان غوښتنه وکړه.
د پکتیا یو شمیر دیني عالمان او قومي مشران د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې خپل بریدونه ودروي او د سولې مخامخ خبرې پیل کړي .
دوی وایي ، چې له یوې خوا ښکیلې غاړې د سولې پر خبرو ټینګار کوي خو له بل لوري یې تر بل هر وخت بریدونه زیات کړي چې د دوی تر څنګ یې قربانیان ملکي وګړي دي .
دیني عالمان او قومي مشران یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې د سولې خبرې ګټورې نه بولي او ټینګار کوي چې مخامخ مذاکرات دې په کور د ننه پیل شي .
د غونډې ګډونوال وایي ، چې له یوې خوا بهرني ځواکونه ، حکومت او طالبان د سولې پر خبرو ټینګار کوي خو له بل لوري یې تر بل هر وخت بریدونه زیات کړي چې د دوی تر څنګ یې قربانیان ملکي وګړي دي.
دیني عالمان او د پکتیا اوسیدونکي یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې د سولې خبرې ګټورې نه بولي او ټینګار کوي چې د ښکیلو غاړو مخامخ مذاکرات دې په کور د ننه پیل شي .
کابل کې د سولې په اړه راتلونکې میاشت مشورتي جرګه او قطر کې د افغان سیاسونو او طالبانو ناسته هغه څه دي چې د سولې په اړه یې د خلکو هیلې ډیرې کړي دي .