ملي دفاع وزارت وايي، د خالد په نوم پسرلني عملیات بریالي دي.
هیواد په ګڼو سیمو کې د خالد په نوم پسرلني عملیات پیل شوي
دفاع وزارت وایي، د پیل شویو عملیاتو څخه یې موخه په ټول هیواد کې د وسله والو ځپل دي.
دا وزارت د هیواد به ځینو سیمو کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبره هم کوي چې په وینا یې عملیات یې تر ډیره بریالي دي او ګڼې سیمې یې له وسله والو نیولي دي.
خلک عملیات اغیزمن خو د ملکي وګړو مرګ ژوبلې اندیښمن کړي او پر دواړو خواوو توندې نیوکې کوي چې د جګړې قوانین په پام کې نه نیسي چې په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.