د افغانستان خلاصون شورا له حکومت او طالبانو وغوښتل چې شته فرصت دې له لاسه نه ورکوي.
د افغانستان خلاصون شورا وایي ، بهرني ځواکونه له هیواده د وتلو نیت لري او حکومت او طالبانو ته په کار ده چې د سولې خبرو لپاره شته فرصت له لاسه ورنه کړي .
دغه شورا همدا راز له ښکیلو لوریو غواړي چې د ښه نیت له مخې یو شمیر بندیان خوشې، د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره شرایط اسانه او له ځنډ پرته بین الافغاني مذاکرات پیل کړي
د افغانستان خلاصون شورا مشر اکبراغا پکتیا ته د سفر پر مهال وویل چې بهرني ځواکونه له هیواده د وتلو نیت لري او حکومت او طالبانو باید د سولې خبرو لپاره شته فرصت له لاسه ور نه کړي .
اکبر اغا وایي ، چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي ، حکومت او طالبانو ته په کار ده چې د ښه نیت له مخې یو شمیر بندیان خوشي د سولې خبرو لپاره خپل شرایط اسان او له ځنډ پرته بین الافغاني مذاکرات پیل کړي .
د افغانستان خلاصون شورا قطر کې د سیاسیونو او طالبانو راتلونکې غونډه چې کره نیټه یې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې ښه ګام بولي او ټینګار یې دا دی چې حکومت دې هم په ګډون وکړي .
د پکتیا اوسیدونکي هم پر حکومت او طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل غږ کوي او له دواړو خواوو غواړي چې د مذاکراتو له پیل مخکې اوربند اعلان او روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي .