ملي دفاع وزارت وایي، د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ کې یې د عملیاتو په دوام یو کم سل طالبان وژلي او پنځه دیرش نور ټپيان دي.
ملي دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو زیاته اندازه وسلې او وسایط ځینې له منځه تللي او ځینې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
دفاع وزارت په دې عملیاتو کې د ملي اردو د ۸ سرتېرو او پولیسو د څلور سرتېرو د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.
دفاع وزارت بالامرغاب ولسوالۍ کې اوس چاڼیز عملیات دوام لري چې ګواښونه له منځه یوسي.
طالبانو تر اوسه د ملي دفاع وزارت ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.