اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایي، څه موده وړاندې چې داعش د یو ستر ګواښ په توګه پېژندل کېده، له پاکستان افغانستان ته راتلل.
عبدالله په اردن هېواد کې له تروریزم سره د مبارزې نړیوالې غونډه په څنډه کې ویلي، داعش په عراق او سوریه کې پیاوړي شول او له خپلو کورنیو سره د پاکستان له لارې افغانستان ته راغلل چې په سرخوږي بدل شول.
عبدالله ویلي، داعش ماشومانو ته د سولې او زده کړې په ځای افراطیت او جګړه ورښيي څو په افغانستان کې ترې ګټه پورته کړي.