ولسمشر غني سیاسي او جهادي مشرانو سره لومړنۍ ناسته وکړه.
د یو چتر په نوم ارګ کې له سیاسي او جهادي مشرانو سره ولسمشر لومړنۍ ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې له طالبانو سره د مذاکراتي ټيم د پلاوي د ټاکلو په څرنګوالي او همداراز د قطر په ناسته بحث وشو.
ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، د سولې په خبرو کې دې د ولس غوښتنې په پام کې ونیول شي او د هغو کسانو له ټاکل کیدو دې مخنیوی وشي چې د نظام او اتلس کلنو لاسته راوړنو پر ضد څرګندونې کوي.
ځینو سرچېنو خبر ورکړی چې طالبانو سره د تازه خبرو لپاره د سولې د رهبرۍ شورا لپاره ۳۷ غړي او همداراز مذاکراتي ټيم لپاره د ۲۲ کسانو نوملړ ترتیب شوی دی.
خو ارګ او سولې شورا تر اوسه ددغه نوملړ رسمي تایید نه دی کړی.