د لوګر امنیه قومانداني وايي د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې څلور ملکي کسان وژل شوي.
د لوګر مرکز اړوند پادخواب شانه سیمه کې بې پيلوټه الوتکې برید څلور تنه وژلي دي.
د سیمې اوسیدونکي وايي، برید کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي، برید بهرنیو ځواکونو کړی دی .
د ولایتي شورا غړي عدالت عبدالرحمیزي هم د دغه برید پخلی کړی دی .