له طالبانو سره د امریکا مذاکراتو کې دې افغان حکومت ته هم ونډه ورکړل شي.
کابل کې د هېواد په کچه ۲۱ سیاسي ګوندونه جرګه شوي و چې د سولې په تړاو یې له روانو هڅو ملاتړ وکړ.
دغه ایتلاف د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد له هڅو ملاتړ کوي او وړاندیز کوي چې په دغه پروسه کې دې دوی، حکومت او مدني ټولنو ته هم ونډه ورکړل
د افغانستان ژغورنې سیاسي ایتلاف د افغان سولې په تړاو د خلیلزاد له هڅو ملاتړ وکړ او غوښتنه یې وکړه چې په دې پروسه کې دې افغان حکومت ته ونډه ورکړل شي.
دا ایتلاف د راتلونکي لپاره ښه حکومت غواړي چې په هر اړخیزه توګه اصلاحات راولي او د پرمختګ پلان ولري.
د افغانستان ژغورنې سیاسي ایتلاف وایي، ناامنیو کې د ټاکنو کېدل نا ممکنه دي او په کار ده چې لومړی سوله او بیا ټاکنې وشي.
دوی وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش دې مالوم شي، هېڅوک دې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي .
د افغان ژغورنې په نوم دا دویم سیاسي ایتلاف دی چې تېرو دوه کلونو کې اعلانیږي، یو یې د ولسمشریزو ټاکنو د ټيمونو جوړولو پرمهال وپاشل شو او دا دویم یې فعالیت ته دوام ورکوي.











