Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پاکستان لومړی وزیر په‌ خپلو ژمنو کې ناکام دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/04

د پاکستان له حکومت څخه یې ولس ناراضه دی.

د پاکستان اوسیدونکي خپل حکومت ته غوسه دي چې د خوراکي توکو د ګرانښت مخه نه ده نیول شوې او بیې ورځ تر بلې لوړې شوي.

هغوی وايي عمران خان ورسره ډیرې وعدې کړي خو د بیوزلۍ د له منځه وړلو پرځای به بې وزله خلک له منځه یوسي.

پاکستان کې د خوراکي توکو پلورونکي او اخیستونکي شکایت کوي چې د عمران خان له واک ته رسیدو وروسته خوراکي توکي ورځ تر بلې ګرانیږي.

د کراچۍ اوسیدونکي وايي د عمران خان حکومت ډیر هیله من کړي وو خو د تیرو حکومتونو په څیر دغې حکومت هم هیڅ و نه کړل.

د کراچۍ ښار اوسیدونکو داسې ویلي (( موږ له دې حکومت ډیرې هیلې درلودې چې موږ لپاره به څه وکړي خو دوی هم د تیرو په څیر خپلو کارونو ته دوام ورکړ او هیڅ یې هم و نه کړل، حکومت لا زموږ له جیبونو غلا وکړه او موږ به تر دې هم زیات وځورول شو، د تیلو بیې چې لوړې شوې د نورو خوراکي توکو نرخونه به هم لوړ شي.))

((هرڅه پر ولس تیریږي، ټوله سخته پر خلکو تیریږي. چارواکي یې پروا نه کوي، عام وګړي فریاد کوي او مشران پخپلو کورونو کې له ژوند خوندونه اخلي.))

د خوراکي توکو ځينو پیرودونکو او پلورونکو د ګرانښت ضد لاریونونه هم کړي او د نرخونو د را کمیدو غوښتنه کوي.

دغه لاریون کوونکي وايي د پاکستان حکومت د بیوزلۍ د له منځه تګ خبره کوي خو د بیوزلۍ پر ځای به بیوزله خلک له منځه یوسي.

د پلازمینې اسلام اباد اوسیدونکی یاسر سلطان داسې وایي (( لومړي وزیر عمران خان موږ سره ډيرې ژمنې کړې وې، سترې سترې وعدې یې راکړې وې چې بیوزلي او فقر به له منځه یوسي خو فکر کوم چې د بیوزلۍ پر ځای به بیوزلان له منځه یوسي.))

پاکستانی ولس داسې مهال د حکومت پر وړاندې له غوسې ډک غبرګون ښودلی چې عمران خان واک ته له رسیدو سره سم و ویل چې لومړی کار به یې دا وي چې دغه هیواد پر ځان بسیا کړي او د نورو هیوادونو له پورونو یې خلاص کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist