ولسمشر اشرف غني وايي، د اوبو کیلي مو په لاس کې ده، مدیریت یې پیل شوی او دا به چټک شي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د پنچشنبې په ورځ یې د کرنې په ملي ترویج پنځم کنفرانس کې خبرې کولې یو ځل بیا یې په ټینګار وویل، اوبه زموږ عزت دی او د ساتلو لپاره به یې سر هم ورکړو.
ولسمشر د اوبو د مدیریت لپاره د روانو هڅو په دوام وویل، پنځه ملیونه ځمکه به خړوب شي چې کوچیانو ته به لومړیتوب ورکړل شي.
ولسمشر بله خبره دا وه چې هر سفیر، ډیپلوماټ او وزیر باید د افغانستان محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي که دا سې ونه شي د ولسمشر په خبره په تولید کې به تغیر را نه شي.











