د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) چې په دې وروستیو کې یې افغانستان کې خپلې مرستې زیاتې کړي، د خپلو فعالیتونو د بندېدو ګواښ کړی دی.
د یاد پروګرام مشر ډیویډ بیسلي ویلي، افغانستان کې نږدې ۶ میلیونه وګړي داسې مهال د لوږې له ګواښ سره مخ دي،چې دوی د پيسو له کمښت سره مخ او که پيسې تر لاسه نه کړي نو خپلې مرستې به بندې کړي.
بیسلي زیاته کړې:« شپږ میلیونه وګړي افغانستان کې له لوږې سره مخ دي. دا چې موږ د پيسو له کمښت سره مخ یوو،ښايي اړ شو، له ۹ میلیونه وګړو سره خپلې مرستې بندې کړو.»
ډیویډ یاد ګواښ داسې مهال کړی دی،چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي،د جاپان دولت ورسره تازه د ۵ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې.
د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي،چې لا هم د بودیجې له کمښت سره مخ دي او که مرستې ورته ونه رسیږي میلیونه وګړي به له مرستو محروم پاتې شي.
د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان څانګه:« جاپان افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام سره ۵ میلیونه ډالر اضافي مرسته کوي،چې موږ یې بېړني حالت ته د ځواب ویلو لپاره د ترلاسه کولو هرکلی کوو. دغه وروستۍ مرسته داسې حساس وخت کې کیږي،چې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله دې ته اړ شوی دی، ترڅو خپلې مرستې کمې کړي او که نورې مرستې ترلاسه نه شي، ۹ میلیونه افغانان به په اپریل میاشت کې له مرستو بې برخې پاتې شي.»
ډبلیو.ایف. پي ویلي، تیر کال یې ۸۶۰ زره میټریکه ټنه خوراکي توکي په افغانانو ویشلي، چې د جاپان مرستې به هم په ورته موخه ولګول شي.
د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان څانګه:« تیر کال د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې ۸۶۰ زره میټریکه ټنه اوړه پر خلکو ویشلې دي،چې د جاپان دغه وروستۍ مرستې به هم د سیمه ییزو سوداګریو له لارې بې وزله کورنیو ته د خوراکي توکو په بڼه وویشل شي.»
د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال بار بار د خپلو فعالیتونو د بندیدو په تړاو خبرې کوي، چې میلیونه افغانان د نړیوالو په مرستو خپل ژوند مخته وړي.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) هم ویلي،چې د ۲۰۲۳ کال د غوښتل شویو مرستو له ۵ سلنې کمې یې ترلاسه شوې دي.