د اوبو پنځم ملي کنفرانس کې د اجرایه رئیس اندېښنه وښوده که اوبه مدیریت نه شی هېواد به ښه راتلونکې به ونه لري.
اجرایه ریاست انديښنه لري، که په افغانستان کې اوبه سمې مدیریت نه شي، راتلونکو کلونو کې به له بحران سره مخ شو.
اجرایه رییس چې د ابو پنځم ملي کنفرانس کې یې خبرې کولې ټینګار وکړ چې د اوبو په مدیریت کې دې له بهرنیو تجربو ګټه واخیستل شي.
له دې سره د اوبو او برښنا وزارت وایي، د اوبو مدیریت لپاره یې کارونه چټک کړي او ځینو سیمو کې به ژر مدیریت شي.
د سه شنبې په ورځ د اوبو او برښنا وزارت د اوبو پنځم ملي کنفرانس جوړ کړی چې څنګه کیدای شي له احتمالي بحرانونو څخه مخنیوی وکړي.
د اجرایه رییس عبدالله عبدالله ټینګار دا دی چې د خلکو انديښنې دې جدي ونیول شي او د اوبو د مدیریت لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي.
د اوبو او برښنا وزارت بیا ډاډ وښود چې د اوبو مدیریت لپاره لومړني ګامونه اخیستل شوي او د ځینو بندونو جوړول به وکولای شي چې د انرژۍ تر څنګ اوبه زیرمه کړي.
افغانستان د اوبو له اړخه بډایه دی، خو دا چې تېرو کلونو کې د اوبو مدیریت لپاره ګام نه دی پورته شوی، له اوبو څخه یې ګاونډیان ګټه اخلي او افغانان وارداتي برښنا ته ناست او وچکالي یې ګواښي.