افغان ځواکونو ارغنجخوا ولسوالي بېرته ونیوه.
د بدخشان ارغنجخوا ولسوالي بیرته افغان ځواکونو ونیوله.
د دویمې پلې لوا قوماندان برید جنرال الطاف الله علیزی وايي، پر ارغنجخوا ولسوالۍ تیره شپه افغان کومانډو ځواکونو عملیات وکړل او سهار مهال یې د ولسوالۍ مقر ونیوه.
علیزی وايي، طالبانو سخت مقاومت کړی او درنده مرګ ژوبله هم ور اوښتې خو تر اوسه یې کره شمیر نه دی مالوم.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې وسلهوالو طالبانو د بدخشان ارغنجخوا ولسوالي ونیوه چې د جګړې پرمهال دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې وه.