کندهار؛ روغتیاپالان د ګوزن ناروغي د ګواښ کمولو لپاره نوي پلانونه لري.
د کندهار روغتيایي چارواکي وایي د پوليو د ستراتيژۍ تغير به دغه ويروس محوه کړي.
پوليو خطرناکه ويروسي ناروغه ده، چې د نړۍ په کچه یې زياتي پېښې تېر کال کندهار کې وې.
د ۲۰۱۹ زېږدېزکال له پېل راهيسې د هېواد په کچه د ګوزڼ د ناروغۍ درې مثبتي پېښې ثبت شوي، چې دوی يې په کندهار او يوه بله یې د روزګان په شهيد حساس ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
که څه هم د کندهار د عامې روغتیا رییس عبدالقیوم پخلا تېر کال ددغې ناروغۍ د زياتوالي له امله ښه نه بولي خو سږ کال يې د له منځه وړلو لپاره د بنسټيزو پلانونو د عملې کېدو خبره کوي.
د کندهار په شمالي ولسوالیو که څه هم د ګوزڼ ضد واکسين د تطبيق په وړاندې خنډونه موجود دي خو عام خلګ وایي، چې د پوليو ويروس د مخنیوي لپاره مرسته کوي.
د هېواد د عامې روغتيا وزارت او د روغتیا نړيوال سازمان ویلي، چې د پوليو د نوي ستراتيژۍ په عملي کېدو به وتوانېږي، چې د پوليو د ويروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.
دا مهال د افغانستان په ګډون پاکستان او ناجيريا په نړۍ کې هغه درې هېوادونه دي، چې د پوليو ويروس په کې د ماشومانو ژوند ګواښي.