.افغانستان د سیمي په کچه ښه قوانین لري خو نه پلې کیږي
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وایي ، افغانستان ښه قوانین لري خو د تطبیق برخه کې ستونزې لري.
انوري زیاته کړه هڅه کوي د قانون جوړنې برخه کې مسلکي کسان وروزي.
له دې سره ښځو چارو وزارت نیوکه وکړه چې ولایتونو کې د قضیو په حل کې نارینه قاضیان جنسي توپیرونه په پام کې نیسي چې ښځې یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
یادې خبرې په هغه غوڼډه کې وشوې چې د قانون جوړونې برخه کې سل کسان له ۹ میاشتنۍ روزنې وروسته فارغ شول.