د سولې شورا یو شمېر هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد د تازه سفر پیل د سولې برخه کې د یوې پراخې اجماع د رامنځته کولو په تړاو ګټور ګڼي.
خو دا هیلې او خوشبینۍ داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د خلیلزاد پر هڅو شک څرګند کړی و او ویلي یې و چې، ښايي
خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې وي چې مشري به یې پخپله کوي.
د محب دغه څرګندونې د امریکايي چارواکو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې او ان دا چې له نوموړي سره یې خپلې اړیکې هم پرې کړې.
اوس به ولیدل شي چې خلیلزاد کابل ته په راتګ له افغان چارواکو سره په خبرو کې څه ډول ژبه کاروي؟
د راپورونو له مخې نن یکشنبه به زلمی خلیلزاد کابل ته راشي.
یوې لوړ پوړې حکومتي سرچینې ویلي، ټاکل شوې نن به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته سفر وکړي، خو کره وخت یې نه دی په ډاګه کړی.
کابل ته له راتګ وړاندې خلیلزاد ویلي، د اتلس کلونو لاسته راوړنې باید د افغان سولې پروسې په لومړیتوبونو کې وي.
خلیلزاد هڅه کوي چې ټول اړخونه په افغان سولې پروسې کې ښکېل کړي او د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد به په دې سفر کې له افغان حکومت سره د سولې د یو هر اړخیز مرکچي ټیم د جوړولو او د بین الافغاني مذاکراتو او خبرو اترو په راتلونکو پړاونو هم بحث وکړي.