خلک د انټرنټ او مخابراتي شبکو له خدمتونو شکایت کوي.
بي راجسټره سیم کارټونه، د انټرنیټ خراب کیفیت او د مخابراتي شبکو ټيټ خدمتونه هغه ستونزې دي چې د مخابراتي شبکو کارونکي ورسره مخ دي.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم پر ادارې نیوکې دي چې، د مخابراتي شبکو په کنټرول کې پاتې راغلې او ددغې ادارې د ناغيړۍ له امله مخابراتي شبکې په خپله خوښه فعالیت کوي.
اترا اداره وایي، خپل مسوولیتونه یې په سم ډول سر ته رسولي او د خلکو ناسم پوهاوي له امله پرې نیوکې کیږي.
اترا چېرې ده؟ هغه هېشټک چې په دې ورستیو کې د مخابراتي شبکو پېرودنکي یې د مخابراتي شبکو د ټيټو خدمتونو په اعتراض پر خوالو رسنیو کاروي.
د پیريدونکو اعتراضونه د اترا ادارې مسوولین اړ کړل تر څو د مخابراتي شبکو د خدمتونو په تړاو یو شمېر اقداماتو باندې لاس پورې کړي.
د اترا اداره وايي په تازه اقداماتو کې یې د ګڼو کارونو تر څنګ هغه سیمکارټونه ټول کړي چې ثبت او راجسټر شوي نه دي.
د انټرنیټ لوړې بیې، د اڼترنيټ ټيټ کیفیت او غولونکي اشتهارات د نورو ګڼو ستونزو سره بېره هغه څه دي چې په افغانستان کې یې د مخابراتي شبکو پېردودنکي یې پر وړاندې اعتراض لري، خو د اترا اداره بیا وايي؛ په منظمه توګه د شبکو له فعالیت څخه کتنه کوي.
د اترا ادارې پر خوالو رسنیو هغو معترضینو ته چې له مخابراتي خدمتونو راضي نه دي او پر اترا نېوکه لري د مخامخ بحث وړاندیز وکړ.
د دې هر څه سربیره د مخابراتي شبکو له پیریدونکو څخه د ټکس د شفافیت پر څرنګوالي هم شکونه او اعتراضونه شته.