افغانستان کې ډیره بودیجه په جګړې مصرفېږي، چې پر ښوونیز سیستم یې ناسم اغیز کړی.
بشر حقونو کمېسیون وایي، جګړې د ښوونې او روزنې پر بهیر سیوری غوړولی او ډیر کله ترې سیاسي ګټه هم پورته کېږي.
بشر حقونو کمېسیون له ۱۲ دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره تړون لاسلیک کړ چې د بشر حقونو یو مضمون به په غیر رسمي توګه تدریسوي.
پر ښوونیز نظام د جګړو ناسمې اغیزې ترڅنګ له ښوونیز او روزنیز مرکزونو سیاسي ګټه پورته کېدل، ځورونه او تبعیض بشر حقونه د اندېښنې وړ مسایل یادوي.
بشر حقونو کمېسیون وړاندیز کوي چې ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې د بشري حقونو یو مضمون تدریس شي، څو خوندي پاتې شي.
سیما ثمر وایي، د بشر حقونو کمېسیون د مضمون سره دې پوهنتونونو کې د سولې ارزښت، اړتیا او څرنګوالي په اړه هم مالومات ورکړل شي، څو افغانستان د باعزته سولې څښتن شي.
په پام کې ده چې سږ کال به د هېواد په کچه دولس پوهنتونونو کې ۲۰۰۰ محصلین د بشر حقونو او سولې په تړاو مالومات ترلاسه کړي.