خلیلزاد د ناټو په ګډون یو شمېر هېوادونو ته ډآډ ورکړی چې افغانستان کې به د ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې خوندي وي او قربانیو ته به درناوی کیږي.
ها خوا ولسمشر غني هم د سولې په برخه کې له سیاسیونو سره خبرې پیل کړي دي.
ټاکل شوې وه طالبان او امریکایان به شپږم پړاو خبرې د مارچ میاشتې په وروستیو کې پیلوي خو تر اوسه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی قطر ته نه دی رسېدلی. زلمي خلیلزاد ناټو ته ډاډ ورکړی چې طالبانو سره په کېدونکې هوکړه کې به د ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې خوندي وي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد داسې ویلي ((ناټو او امريکايي ځواکونه افغانستان کې اوږه په اوږه کار کوي. د سولې هغې هوکړې ته رسېدل ، چې د تېرو لسيزو په قربانيو وارزي زموږ له ګډو موخو څخه ده. په ګډه د افغانانو په مشرۍ خبرو ته رسېدل، ستونزو ته سياسي حل لار پیدا کول او جګړې پايته رسولو ته موږ ژمن يو.((
که له یوې لورې امریکا د ناټو او سیمه ییزوهېوادونو سره د افغان سولې په څرنګوالي خبرې روانې کړي له بل پلوه ولسمشرغني د مخکیني ولسمشر په ګډون له یو شمېر مهمو سیاسي څېرو سره خبرې کړي دي.
له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو طالبانو سره پنځه دورې خبرې بریالۍ بلل شوي خو کومه هوکړه لا نه ده لاسلیک شوې. د ناټو یو شمېر غړي هم د افغان حکومت په څېر له دې پروسې مالومات نه لري.
افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی داسې ویلي (( خلیلزاد تیره پنجشنبه له ناټو سرمنشي یانس سټلټنبرګ سره وکتل، دا په تیرو څو میاشتو کې فکر کوم څلورم ځل دی چې هغوی سره ګوري، د دواړو لورو ترمنځ ډيرې ښې خبرې دوام لري. خلیلزاد ورسره خبرې شریکوي او د دواړو ترمنځ ډیره ښه اجماع شته.((
د سولې پرسر د امریکا او افغان حکومت اړیکې خرابې ښکاري، خو له دې سره ـ سره ټاکل شوې خلیلزاد کابل ته راشي.