پمپیو: د سولې خبرې افغان حکومت سره په همغږۍ روانې دي.
د افغاستان د سولې هر پرمختګ له افغان حکومت سره په همغږۍ روان دی .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي ، لاهم داعش او القاعده د افغانستان لپاره ګواښ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، یواځې حکومتي چارواکي نه دي چې د افغان سولې بهیر کې د حکومت په څنډې کولو اندیښنه لري بلکه امریکایي سناتوران هم ورته اندیښنه لري.
پمپیو د روانو خبرو بهیر کې د ښځو په وڼدې او اساسي قانون په پلي کیدو ټینګار کوي.
پمپیو وایي د افغان امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې او فساد سره مبارزه نه باید د سولې خبرو قرباني شي.
دغه امریکایي چارواکی وایي په طالبانو به فشار راوړي څو سولې ته غاړه .کیږدي