Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: له افغانستان څخه د چا وتل زیان نه شي پېښولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/28

ولسمشر غني وویل، له افغانستان څخه د چا په وتلو هېڅ نه پېښږي.

ولسمشر غني له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل پیسې خپله پیدا کوي او له هېواد څخه یې د چا وتل تاوان نه پېښوي.

د ولسمشر غني په وینا هغوی چې فکر کاوه حکومت یوه میاشت کې سقوط کېږي څلورنیم کاله یې پوره کړل.

ولسمشر چې د جلغوزیو او اوسپنې ویلي کېدو فابریکو د پرانستې په پرمهال یې خبرې کولې وویل مسوولیت دا دی چې نه یواځې جلغوزي، بلکې د هېواد ټولو تولیداتو ته بازار پیدا کړو.

هغه باور وښود چې هېواد یې اوس د پردیو له احتاج څخه د خلاصېدو په درشل کې دی او اوس خپل تولیدات بازار ته وړاندې کوي.

په کابل کې د جلفوزیو د پروسس او اوسپنې ویلي کېدو دا دوه سترې فابریکې د ولسمشر له لوري پرانستل شوې.

دا د اقتصادي پراختیا په برخه کې دوه هغه لوی ګامونه دي ډېر لږ وخت کې افغانان د پردیو له احتیاجه خلاص کړل.

ولسمشر غني وایي، له اقتصادي ازادۍ پرته سیاسي ازادي مانا نه لري خو غواړي د هېواد هر پیداوار ته په نړیوال بازار کې مارکیټ پیدا کړي.

د ولسمشر په وینا پاکستان ته کچالو نه لېږدوي چې وروسته یې بېرته هېواد ته را وارد شي.

هغه وویل ټول هغه اټکلونه ناکام و چې ویل کېدل حکومت به یې له یوې میاشتې کم دوام پیدا نه کړي خو اوس به خپله ټوله دوره پوره کوي.

ولسمشر په ډاډ سره وویل چې له هېواد څخه یې د چا په وتلو سره تاوان نه ورپېښږي او د پیسو پیداکولو چل یې زده دی.

کېدای شي دا یې ښکاره اشاره له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو پورې وي.

ولسمشر غني باور وښود چې هېواد یې ورو ورو په اقتصادي خودکفاۍ بدلېدونکی دی او اوس افغانستان په وچه جغرافیه کې نه دی بند.

هغه د اقتصادي ټیکاو په برخه کې د بیروکراسۍ په لمنځه وړو کلک ټینګار وکړ.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist