د زابل مسوولینو د شینکۍ ولسوالۍ د سقوط اوازې رد کړې.
د زابل ولایت چارواکي د شینکۍ ولسوالۍ د مرکز د سقوط خبرونه رد کړل.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، تېره شپه طالب وسله والو د شینکۍ ولسوالۍ اړوند “سیوري” کلي د معروضو پر پوسته بریدونه کړي، چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه ورته نه دی مالوم.
هغه وايي، د یادې جګړې پر مهال نور افغان ځواکونه د مرستې په موخه رسېدلي دي.
تر دې وړاندې طالب ویاند قاري یوسف احمدي، رسنیو ته په یوه ليږلي پیغام کې ویلي، چې د سیوري ولسوالۍ مرکز یې تېره شپه درې بجې د یوې سختې جګړې پر مهال نیولی دی.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، سیوري ولسوالي نه بلکې، د شینکۍ ولسوالۍ اړوند کلی دی، چې د ولسوالۍ له مرکز څخه په لیري واټن کې پروت دی.