Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان: د افغان سفیر وربلل، منطقي نه و

admin by admin
2019/03/27

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، له اسلام آباد څخه د افغان سفیر وربلل، نا عاقلانه کار دی.

قریشي یو خصوصي ټلوېزیون ته ویلي، چې عمران خان  هوډ نه درلود چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه، چې له امله یې افغان حکومت له اسلام آباد څخه خپل سفیر راوغوښت.

تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان په تړاو د لومړي وزیر عمران خان له څرګندونو څخه ناسمه معنا اخیستل شوې.

د پاکستان بهرنیو چاور وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانانو خپل منځي خبرو او سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عمران خان د پاکستان د ټاکنو بېلګې په تړاو خبرې کړي چې ټاکنې په کې د موقت حکومت لخوا ترسره شوې.

د عمران خان څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان د افغان سولې لپاره مثبت ګامونه اخیستي، خو د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ خبرې مثبتې نه دي. 

افغانستان کې د موقت یا منځمهاله حکومت جوړولو په اړه د عمران خان وړاندیز ته افغان مشرانو هم سخت غبرګون ښودلی.

خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانستان راتلونکې د افغانانو لپاره ده او یوازې افغانان په دې اړه پرېکړه کولای شي، او په وینا یې د نړیوالې ټولنې دنده دا ده چې افغانان سره یو ځای کړي او ملاتړ یې وکړي.

افغان حکومت ویلي، پاکستاني سیاستوال باید د افغانستان په اړه په هر ډول څرګندونو کې له پوره دقت او احتیاطه کار واخلي.

له دې سره مخکیني ولسمشر حامد کرزي، د سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر، د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر او ټولو عامو افغانانو د عمران خان خبرې غندلي دي.

بهرنیو چارو وزارت د عمران خان د غیر مسؤلانه خبرو په تړاو کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر د سپیناوي لپاره احضار کړی او اعتراض یې کړی.

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر ته ویلي، د افغان سولې او د موقت حکومت رامنځته کولو په تړاو د عمران خان څرګندونې په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت او ارادې ته احترام نه لري چې دا چاره به د دواړو هېوادونو اړیکې پڅې کړي.

له دې سره بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې افغان سفیر هم بیرته کابل ته راغوښتی څو ورسره په دې اړه زیاتې خبرې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي دغسې بې باکه خبرې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په وار وار غیر مسؤلانه خبرې کړي چې بیا بهرنیو چارو وزارت احضار کړي هم دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist