د ننګرهار والي اعتراف وکړ، چې د یاد ولایت امنیت د ډاډ وړ نه دی خو د تدابیرو خبر یې ورکړ.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل اعتراف کړی چې ننګرهار د امنیت له پلوه لوی ګواښ سره مخ دی؛ خو د پېښو د مخنیوي لپاره د کلکو امنیتي تدابېرو خبر ورکوي.
د ولس استازو هم تر ولسوالیو سربېره د جلالاباد ښار امنیتي وضعیت خطرناک بللی او ویلي یې دي، چې وسله والو اوس د بریدونو ډېر تمرکز په ښار کړی دی.
هتله چارواکو د یوه هدفي بریدګر او پنځه داعش وسله والو په ګډون لس تنه نیول شوي وسله وال هم رسنیو ته ښکاره کړل چې افغان ځواکونو په بېلابیلو عملیاتو کې نیولي وو.
په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس ته دولس استازي هم راغلي وو.
اجمل عمر وایي، وسله والې ډلې غواړي مرکز جلال اباد ناامنه کړي او پکار ده چې مخنیوی یې وشي.
د ننګرهار والي هم ومنله چې دلته امنیتي ګواښونه شته؛ خو وایي د پېښو د مخینوي لپاره افغان ځواکونو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
دې خبري ناسته کې یو تن هغه پولیس هم رسنیو ته وښودل شو، چې د پاکستان قنسلګرۍ مخې ته یې کمېشنکاري کوله او اوس نیول شوی دی.