تیرې دوه میاشتې سنګین ولسوالي د افغان ځواکونو لپاره خونړۍ وه.
هلمند په سنګین ولسوالۍ کې له تیرو دو میاشتو راهیسې تر ۳۰۰ ډيرو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمیسیون مشر وایي په سنګین ولسوالۍ کې روان عملیات ناکامه او د سرتیرو د وژلو د پاره پلان شوي دي.
هاشم الکوزی وايي، که پر دغو عملیاتو له سره غور ونشي پایلې به یې خطرناکه وي.
سناتورمحمد هاشم الکوزی زیاته کړه، چې دوه ورځې وړاندې یوازې په سنګین ولسوالۍ کې ۷۶ افغان سرتیري وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي خو د هلمند امنیتي مسوولین بیا دغه شمیره کمه یادوي.
دوی پر چارواکو نیوکه کوي چې ګنې د افغان سرتیرو ژوند ته پام نه کوي.
هاشم الکوزی وایي یوازې دوه ورځې وړاندې د سنګین ولسوالۍ په شکرشیله کې د طالبانو ډله ییز برید کې ۶۷ افغان سرتیري وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.
خو د هلمند د والي ویاند عمرځواک هم دا مني چې په سنګین ولسوالۍ کې درنې جګړې شوي خو د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې شمیره کمه یادوي.