پنجشیر کې خلکو د شپنیو عملیاتو په غبرګون کې لاریون وکړ.
په پنجشېر کې یو شمېر کسانو لاریون کړی دی.
لاریوون کوونکي وایي، وړمه شپه چې افغان ځانګړو ځواکونو په دغه ولایت کې د حسیب قوای مرکز پر ضد عملیات وکړل یو ملکي وګړی یې له ځانه سره وړی دی.
لاریوون کوونکي وایي، ځانګړو ځواکونو له حسیب قوای مرکز سره درې ساعته نښته وکړه چې بلاخره حسیب وتښتېد او ځانګړو ځواکونو ملکي وګړی له ځانه سره یوړو.
د پنجشېر مسوولین په دې اړه څه نه وایي خو یوې سرچینې شمشاد ته وویل چې ځانګړو ځواکونو د عنابې ولسوالۍ په زمانکور سیمه کې دغه عملیات کړي دي.
سرچینه وایي په عملیاتو کې درې ځانګړي سرتیري هم ټپيآن شوي دي خو حسیب قوای مرکز تښتېدلی دی.
حسیب قوای مرکز یو له هغو زورواکو دی چې کورنیو چارو وزارت یې د نیولو لارښوونه کړې ده .
حسیب قوای مرکز بیا تېره ورځ د ویډیوي پيغام له لارې دغه عملیات غندلي او دولت ته یې ګوتڅندنې کړې وې.