امریکا له ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره اړیکې پرې کړې.
رويټرز خبري آژانس د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې وروسته له دې به امریکا له محب سره نه په امریکا کې او نه هم په افغانستان کې اړیکې ولري.
رويټرز ویلي، چې دغه څرګندونې د امریکا مرستیال بهرنیو چارو وزیر دېوېډ هېل افغان ولسمشر ته هم په ټیلفوني خبرو کې کړي دي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې حمدالله محب د امریکا پر استازي زلمي خلیلزاد باندې توندې نیوکې وکړې.
محب ویلي و چې خلیلزاد افغانستان کې شخصي ګټې لري او افغان حکومت یې د سولې په خبرو کې ګوښه کړی دی.