د بدخشان د برښنا رسولو او د شیوه بند د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه.
د بدخشان ولایت برښنا رسولو او د شیوه بند د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
له ارګه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پانګونه د اغا خان پرمختیایي صندوق له لوري کیږي.
ددغې پروژې ټولیز لګښت شپږ سوه یو دېرش میلیونه ډالر اټکل شوی دی.
د سرچېنې په لیکنه ددغې پروژې وړاندیز د دیرشو کلونو لپاره شوی چې هر پړاو به یې اوه کاله وخت ونیسي.