خلیلزاد، د تورونو سپیناوي ته نه دی حاضر شوی.
زلمی خلیلزاد تر اوسه نه دی حاضر شوی چې د هغو تورونو سپیناوی ورکړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې پرې لګیدلي.
تحلیل دا دی که خلیلزاد په دې برخه کې سپیناوی ورنکړي نو ښايي د پردې تر شاه یو څه موجود وي.
اجراییه رییس عبدالله عبدلله اوسنۍ خبرې مقدماتي یادوي او د سولې مذاکراتو اصلي خبرې بین الافغاني دي.
پر زلمي خلیلزاد پورې شویو تورونو د سولې په پروسه تر یوه حده د خلکو اذهان ګډوډ کړي چې اوس یې سپیناوي ته اړتیا لیدل کیږي.
ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د سولې روان مذاکرات مقدماتي دي او اصل خبرې هغه دي چې افغانان خپل منځو کې سره کیني.
د عبدالله اشاره هم د سولې په تړاو وروستیو کشمکشونو ته وه چې د سولې د روانو خبرو لپاره د صدمې سبب شوې دي.
خلیلزاد تر دې دمه نه دی حاضر شوی چې د حمدالله محب د تورونو سپناوی ورکړي، خو تحلیل دا دی چې د خلیلزاد له چوپتیا او سترو ادعاوو داسې ښکاري چې د پردې تر شاه څه روان دي.
د سولې د مبهمو خبرو سره ورو ورو د خلکو نیوکې او شکونه زیاتېږي.
د ملي مشارکت مشر ډاکتر نجیب کابلی وايي، هغه سوله چې د افغانانو د تمې خلاف وي د منلو نه ده.
د دې ټولو باوجود افغان حکومت د مشورتي لويې جرګې د دایریدو لپاره چمتوالی نیسي او تر څنګ یې طالبان او امریکایان د شپږم پړاو خبرو لپاره په مشورو بوخت دي.